د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس له محبوسینو سره د یو اندازه روغتیايي توکو مرسته وکړه
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص په داسې حال کې، چې د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، نن(چهارشنبې) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له درې کسیز پلاوي سره ولیدل او د دې کمېټې له خوا د مرستو د څرنګوالي او په شفافه توګه د هغو د وېش په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، په دې لیدنه کې د زندانیانو د ژوند د شرایطو د ښه والي، د بشري مرستو د اغېزمنتیا او د روانو او راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په هکله هم بحث وشو.
په ورته مهال، محترم عبیدالله "اخلاص" د نوموړې ادارې او یادې کمېټې ترمنځ د همغږۍ او متقابلې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دواړو لورو ګډې هڅې کولی شي د زندانیانو د ستونزو په حل او د اصلاحي پروګرامونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
همداراز، د څرخي پله مرکزي محبس رئیس د دغې کمېټې له دوامدارې همکارۍ په مننې ډاډ ورکړ، چې دوی تل مرسته شوي توکي په پوره روڼتیا او امانتولۍ تر محبوسینو رسولي دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د استازو درې کسیز پلاوي هم د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د بشري حقونو او اصولو په چوکاټ کې به خپلې مرستې لا زیاتې کړي.
تر دې لیدنې ورسته، نوموړي پلاوي د یادې کمېټې له خوا د حمام د صابون، د جامو مینځلو پوډرو، د غاښونو کریم او برس، د اوبو ترموز، جارو او دسترخوان په ګډون یو اندازه نور مرسته شوي اړین توکي د کابل ولایت د مرکزي محبس مسوولینو ته وسپارل، چې د هغوی له خوا د یادې کمېټې د پلاوي په حضور کې په شفافه توګه د دغه محبس پر یو شمېر محبوسینو ووېشل شول.
ذوالحجة الحرام ۱۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
