د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس له محبوسینو سره د یو اندازه روغتیايي توکو مرسته وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۱۰
توزیع کمک

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص په داسې حال کې، چې د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، نن(چهارشنبې) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له درې کسیز پلاوي سره ولیدل او د دې کمېټې له خوا د مرستو د څرنګوالي او په شفافه توګه د هغو د وېش په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، په دې لیدنه کې د زندانیانو د ژوند د شرایطو د ښه والي، د بشري مرستو د اغېزمنتیا او د روانو او راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په هکله هم بحث وشو.

په ورته مهال، محترم عبیدالله "اخلاص" د نوموړې ادارې او یادې کمېټې ترمنځ د همغږۍ او متقابلې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دواړو لورو ګډې هڅې کولی شي د زندانیانو د ستونزو په حل او د اصلاحي پروګرامونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

همداراز، د څرخي پله مرکزي محبس رئیس د دغې کمېټې له دوامدارې همکارۍ په مننې ډاډ ورکړ، چې دوی تل مرسته شوي توکي په پوره روڼتیا او امانتولۍ تر محبوسینو رسولي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د استازو درې کسیز پلاوي هم د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د بشري حقونو او اصولو په چوکاټ کې به خپلې مرستې لا زیاتې کړي.

تر دې لیدنې ورسته، نوموړي پلاوي د یادې کمېټې له خوا د حمام د صابون، د جامو مینځلو پوډرو، د غاښونو کریم او برس، د اوبو ترموز، جارو او دسترخوان په ګډون یو اندازه نور مرسته شوي اړین توکي د کابل ولایت د مرکزي محبس مسوولینو ته وسپارل، چې د هغوی له خوا د یادې کمېټې د پلاوي  په حضور کې په شفافه توګه د دغه محبس پر یو شمېر محبوسینو ووېشل شول.

 

ذوالحجة الحرام ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

BACK TO NEWS