د کندز ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Sat, May 16 2026 3:04 PM
کندز

د کندز ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي  تېره ورځ د نوموړي ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، محترم ملا سراجي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړله، چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه او پالنه کې ځانګړې پاملرنه وکړو.

 

ذوالقعده ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS