د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ادارې د وسایطو د ترمیم له تخنیکي ورکشاپه ارزونه وکړله

news_admin
Mon, Apr 13 2026 8:39 AM
نظامی

محترم لوي پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله د دې ارزونې پرمهال، په نوموړي ورکشاپ کې د وسایطو د ترمیم د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او تخنیکي او فني کارکوونکو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال زیاته کړله، د دې ورکشاپ کارکوونکي باید د ادارې د وسایطو د ترمیم لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو په ټرانسپورټي برخه کې خنډ رامنځته نه شي او چارو ته پروخت رسېدنه وشي، له لږو امکاناتو څخه ډېره ګټه پورته شي، چې نوموړو کارکوونکو هم له خپله اړخه د ادارې نظامي مرستیال ته پر یادو لارښوونو د عمل کولو ژمنه وکړله.

 

شوال المکرم ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS