د هرات ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د ملاتړ، بوختیا او حرفوي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه د کیک او شیرنیو پخولو شاپ پرانېستل شو

news_admin
Sun, Apr 12 2026 3:01 PM
هرات

د دې ولایت د زندان مسوولینو وویل، یاد شاپ د دې لپاره جوړ شوی چې ښځینه محبوسینې وکولی شي د پخلي او خوږو توکو جوړولو په برخه کې عملي تجربه ترلاسه او له همدې لارې خپل اقتصادي او مسلکي ظرفیتونه لوړي کړي.

مسوولین زیاتوي، دا ډول پروګرامونه د محبوسینو د اصلاح، روزنې او بېرته ټولنې ته د ادغام لپاره مهم ګامونه دي، چې نه یوازې د هغوی پر رواني وضعیت مثبت اغیز لري، بلکې راتلونکې لپاره هم د کار زمینه برابروي.

په ورته وخت کې، یو شمېر ښځینه محبوسینو د دغه شاپ له پرانېستې هرکلی وکړ او دا یې د خپل ځان بسیاینې او مهارت زده کړې لپاره یو مهم فرصت وباله.

 

شوال المکرم ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS