د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
Wed, Apr 01 2026 3:21 PM
بامیان

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد جوماته به د دغه زندان د زندانیانو لپاره د لمونځ کولو ترڅنګ، د ځینو دیني درسونو او اصلاحي بیانونو لپاره هم ګټه واخیستل شي.

د یادونې وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون اداره هڅه کوي، څو د دې ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې زندانیانو ته د اسانتیاوو د زیاتولو سربېره، د اصلاح او روزنې پروګرامونو لمن لا نوره هم پراخه کړي.

 

شوال المکرم ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS