د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Mar 04 2026 12:06 PM
نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت د څرخي  پله مرکزي زندان له رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" سره ولیدل او د زندانیانو په اړوند مسایلو  یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړلې.

داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق او مل پلاوي د نوموړې زندان د پنځم او شپږم بلاکونو له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل او وې ویل؛ تاسو زندانیان نه بلکې د مدرسې شاګردان او زمونږ میلمانه یاست زمونږ هڅه او هوډ دا ده چې تاسو ته د لاښه خوندي او مصئون چاپیریال سربېره ښه چوپړتیاوې او له کورنیو سره د لیدو کتو او نورو اسانتیاوو زمینه بربراه کړو، چې زندانیانو هم د دوی ورتګ او د مسوولینو چلند او هم له برابرو شویو چوپړتیاوو څخه خوښي څرګنده کړله.

همدا راز، پلاوي د نوموړې زندان مسوولينو ته د زندانیانو لپاره  د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق"  په مشرۍ پلاوي د دې زندان پخلنځی، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د یاد زندان د مسوولینو له کړنو یې خوښی څرګنده کړله.

 

رمضان المبارک ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS