د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو اندازه خرما مرسته وشوه

news_admin
Mon, Feb 23 2026 12:10 PM
محبس مرکزی

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" ‌په داسې حال کې، چې د نوموړي زندان یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د انساني حقونو د خوندیتوب او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

همداراز، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د یاد زندان زندانيانو سره یوه اندازه خرما مرسته وشوه، چې د مسوولینو له لورې په شفافه توګه پر زندانیانو وویشل شوه.

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"د سره صلیب نړیوالۍ کمېټې له همېشنیو او ارزښتمنو همکاریو څخه په مننې زیاته یې کړله، د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي د خپلو مالي امکاناتو او ملي او نړیوالۍ بنسټونو د مرستو په ملتیا زندانیانو ته لا ښه خدمتونه وړاندې او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

 

 

رمضان المبارک ۰۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS