ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

news_admin
Wed, Jan 28 2026 2:33 PM
ولایتی

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو، دغاښونو کریم او د اړتیا وړ نور توکي په کې شامل و، د دغه ولایت د زندان د مسوولینو له لورې پر ښځینه محبوسینو او محجوزینو په شفافه توګه وویشل شوه.

د جوزجان ولایت د زندان مسوولینو د اکتید موسسۍ له دغې انسان دوستانه مرستې څخه په دې ساړه موسم کې مننه وکړله او په راتلونکې کې یې د ورته مرستو د دوام هیله څرګنده کړله.

غزني:

د غزني ولایت د زندان یو تن پایواز، زندان ته د چرس د لېږد په تور ونیول شو

یو تن پایواز چې غوښتل یې یواندازه چرس د یاد ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال ترې کشف، ضبط او له لېږدوونکي سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شو.

 

شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS