ولایتي خبرونه:(بادغیس، جوزجان) د بادغیس ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ۱۰ تنه محجوزین د قرآن کریم ناظرې او نوراني قاعدې برخو څخه فارغ شول

news_admin
Sat, Jan 10 2026 2:30 PM
ولایتی

د نوموړي زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي"وویل، یادو محجوزینو د محجوزیت پر مهال د دیني زده‌کړو، اخلاقي روزنې او ټولنیزو مهارتونو په برخه کې لازم پروګرامونه بشپړ کړي دي، چې موخه یې د هغوی اصلاح، سالمه روزنه او بېرته ټولنې ته د چمتو کولو زمینه برابرول دي.

داراز، د یاد زندان مسوولینو وویل؛ د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز هڅه کوي تر څو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د اصلاح ترڅنګ هغوی ته د سالم راتلونکي لپاره مناسبې روزنیزې او تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د بادغیس ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په دوامداره توګه د محجوزینو د اصلاح او روزنې په موخه بېلابېل تعلیمي او روزنیز پروګرامونه عملي کوي.

جوزجان:

د جوزجان والي د زندان له محبوسینو سره د خرما مرسته وکړه

د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري ګل حیدر د بشري او ټولنیزې همکارۍ په دوام، د دې ولایت زندان ته د ۹۰ کارتنه  خرما مرسته وکړه.

یاده مرسته د زندان ادارې ته وسپارل شوه تر څو د زندان په محبوسینو  ووېشل شي.

د جوزجان ولایت د زندان امر محترم ملا عبد الباري "مخلص" د والي له دې نیک اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډول مرستې د محبوسینو د روحي وضعیت په ښه کېدو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کېدو کې مهم رول لري.

د جوزجان والي محترم الحاج ګل حیدر ټینګار وکړ چې د اسلامي او انساني ارزښتونو پر بنسټ به د زندان له محبوسینو سره د مرستو او پاملرنې لړۍ دوام ولري، څو د هغوی د ژوند شرایط لا ښه شي.

 

رجب المرجب ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS