د کندهار ولایت د زندان  له (مصباح العلوم منصوریه) مدرسې څخه( ۱۸۷) تنه محبوسین د قران کریم حفظ او ناظرۍ زده کړو له دورو څخه فارغ شول

news_admin
Sat, Dec 27 2025 10:12 AM
کندهار

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسېري" او یو شمېر نورو علماوو او سیمه ییزو مسوولینو هم ګډون کړی و، د خبرو پرمهال وویل چې زندانونه اوس د تعذیب او شکنجې ځایونه نه، بلکې د اصلاح پر مرکزونو بدل شوي او د همدې درسونو نتیجه ده چې ځینې زندانیان له بند څخه ازاد او ځینو نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړ شو.

نوموړي له زندانیانو څخه وغوښتل چې د دغه طلایي فرصت څخه ګټه پورته او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

همداراز، ویناوالو له زندانیانو څخه وغوښتل چې د دیني، عصري او حرفوي  زده کړو سره د ټولنې د پرمختګ لاره غوره کړي څو د جرمونو او غیر عادلانه کړنو څخه مخنوی وشي.

په همدې حال کې، یو شمېر فارغ شویو زندانیانو په بندخونه کې د زده کړو زمینې برابرولو څخه خوښي څرګنده کړله او له نور زندانیان څخه یې هم وغوښتل چې د زده کړو لاسته راوړلو په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

د یاد مراسم په پای کې، فارغ شویو بندیانو ته د فضلیت دستار ور وتړل شو چې ۳۷ تنه ازاد او پاتې زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

 

رجب المرجب ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS