د  کونړ او نورستان ولایتونو د زندانونو لپاره نوي نظامي مدیران په دنده وګومارل شول 

news_admin
Sun, Nov 16 2025 2:19 PM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د نوموړو  ولایتونو د زندانونو د مسوولینو له لورې د کونړ زندان لپاره محترم احسان الله "محسني" او د نورستان زندان لپاره او محترم مولوي محمد یعقوب "اسد" د نویو نظامي مدیرانو په توګه د زندان پرسونل ته په جلا جلا توګه معرفي او رسماً یې په دې بستونو کې خپلې دندې پیل کړې.

داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار ولایت  د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او یو شمېر سیمه ییزوو مسوولینو شتون درلود، د نوموړو ولایتونو د زندانونو د مخکینيو نظامي مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو زندانونو له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

همداراز، نویو ګومارل شویو نظامي مدیرانو هم د ادارې له خوا دوی ته د دې مسوولیتونو د سپارلو له کبله مننې ترڅنګ یې وویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې په صداقت سره  ترسره کوي.

همداشان، محترم مولوي سهیل سعید په پای کې د نورستان ولایت د زندان د امنیتي پوستو، پخلنځي، روغتیا او صنعتي برخو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او اړوند مسوولینو ته یې د لا ښوالي او پاملرنې په موخه لازمې لارښونې وکړې.

 

جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS