ولایتي خبرونه (نورستان، هرات) د نورستان ولایت په زندان کې لسګونو  تنو زندانيانو ته د خياطۍ درې مياشتنۍ عملي  زده کړې پيل شوې

news_admin
Mon, Sep 29 2025 2:37 PM
ولایتی

د یاد ولایت د  تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت له لوري د نورستان مرکزي زندان له مسولينو سره په همغږۍ زندانيانو ته د خياطۍ عملي زده کړې پيل شوې.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د نورستان مرافعې  او د شهري محکمو رئيسانو، د زندان امر،  يو شمير ځایي مسوولينو او زندانيانو  ګډون درلود.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر وويل؛ په بېلابیلو برخو کې د نورستان ولسونو ته د حرفوي زده کړو لنډمهاله کورسونه په لاره اچولي  چې داځل يې د زندان د مسوولينو په غوښتنه (۶۱) تنو زندانيانو ته د خياطۍ عملي زده کړو زمينه برابره کړله.

د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې د زندان له مسوولينو مننه وکړله چې د زندانيانو د روزنې لپاره هلي ځلې کوي او د نه ستړې کېدونکو هڅو په برکت، نن زندانونه د زده‌کړې،  اصلاح او د روزنې په مرکزونو بدل شوي .

 

د یو بل خبر له مخې، د هرات ولایت د زندان د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره د (یونیسف) موسسې له لورې د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ، چې په کې شامپو، ځان پاک، د کالیو مینځلو تشتونه، سطلونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د یاد زندان مسوولینو له لورې د نوموړې موسسې د استازو په حضور کې پر محجوزینو باندې وویشل شول.

داراز، د نوموړي زندان مسوولینو د یونیسف موسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ راتلونکي کې هم د ورته مرستو  د دوام غوښتنه وکړله.

 

ربېع الاخر ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS