د اسنادو او اړېکو امریت لپاره نوی امر معرفي شو

news_admin
Tue, Jul 08 2025 12:11 PM
معرفی

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، په داسې حال کې چې د دې ادارې د کارکوونکو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"، د تدارکاتو رئیس محترم میر محمد "مجدود"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، محترم عبد القیوم "الکوزی" د مقام د دفتر ریاست  د اسنادو او اړېکو امر په توګه پرسونل ته معرفي کړ.

 داراز، محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د پخواني امر څخه مننه وکړه او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي امر څخه یې وغوښتل چې له اړوندو چارو څخه د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، محترم عبد القیوم "الکوزی" د یادې ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به خورا صداقت او رېښتینولۍ  سره پر مخ وړي.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS