د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د جامو مینځلو پوډر او د اړتیا وړ نور توکي شامل وو ، د یادې کمېټې له لورې د یاد ریاست استازو په شتون کې د نوموړي زندان پر محبوسینو وویشل شول.
داراز، د هلمند زندان مسوولینو د نوموړې کمېتې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ذوالحجة الحرام ۲۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفت ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت