د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه  

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
هلمند

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د جامو مینځلو پوډر او د اړتیا وړ نور توکي شامل وو ، د یادې کمېټې له لورې د یاد  ریاست استازو په شتون کې د نوموړي  زندان پر محبوسینو وویشل شول.

داراز، د هلمند زندان مسوولینو د نوموړې کمېتې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفت ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS