ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهار مرکزي زندان څخه سلګونه تنه زندانيان خوشې شول

news_admin
Sat, May 31 2025 1:05 PM
ننگرهار

د سترې محکمې د فرمان پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت  (۳۱۷) تنه زندانیان خوشې او (۳۸۵) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل شو.

په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" خوشې شويو زندانيانو ته په خپله وینا کې وويل: هغه دیني، عصري او حرفوي زده‌کړې چې مو د بند په موده کې ترلاسه کړي، بايد په خپل ورځيني ژوند کې یې عملي کړی او په راتلوونکې کې د جرمونو څخه ځان وساتی.

همداراز د زندانونو چارو د سمون د اداري د عفوي او تخفيف د فرمانونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" د سترې محکمې د (۹۵۸۴) ګڼه فرمان ولوست، او د دغه فرمان د دقیق پلي کېدو په اړه یې هر اړخیزې څرګندونې وکړې.

 نوموړي وویل: چې دغه فرمان د اسلامي عدالت له روحیې سره سم صادر شوی او د زندانيانو د اصلاح او بېرته ټولنې ته د ورګرځېدو یوه مهمه برخه ده.

د يادونې وړ ده، د اخترونو په مناسبت د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري زندانیانو ته د عفوې دا ډول فرمانونه د شفقت او اصلاح سیاست څرګندونه کوي، ترڅو هغوی د ټولنې سالمو غړو په توګه بېرته خپل ژوند ته را وګرځي.

 

ذوالحجة الحرام ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS