په هلمند ولایت کې لسګونو تنو زندانیانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې

news_admin
Thu, Apr 24 2025 10:42 AM
هلمند

د هلمند ولایت د زندان د صنعتي امریت له لوري د دې ولایت د زندان لسګونو تنو زندانیانو ته د حرفوي زده کړو زمینه مساعده شوې ده.

د نوموړي ولایت د زندان صنعتي امر محترم ملا سیف الله "انوري" وايي، په یاد زندان کې د حرفوي زده کړود ( ۸) شاپونو په فعالولو سره یې (۱۰۰) تنه زندانیانو ته د حرفوي زده کړو په بېلابیلو برخو کې زمینه مساعده کړې ده.

محترم ملا انوري زیاتوي، د یادو زده کړو موخه نوموړو زندانیانو ته د بند مودې په پوره کېدو سره د حلال کسب په مټ د نفقې پیدا کول او ټولنې سره د یو سالم وګړي په توګه یو ځای کېدل دي.

داراز، یاد محبوسین د محبس د رهبرۍ څخه په مننې سره زیاته کړله چې یادې زده کړې د دوی په اصلاح کې مهم رول لري او نوموړي به په پوره ژمنتیا سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

باید یادونه وکړو چې په یاد زندان کې زندانیانو ته د حرفوي زده کړو ترڅنګ دیني او عصري زده کړې هم ورکول کیږي.

 

شوال المکرم ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS