د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د بدخشان، تخار، کندز،  بلخ،  فاریاب، بغلان، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Apr 22 2025 1:16 PM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه له ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوی عبدالفتاح "فاتح" په مشرۍ او له ولایتونو سره د اړیکو امر محترم قاري عبدالرحیم "مدني" په ملتیا پلاوي د تخار، بدخشان  او کندز ولایتونو ته د سفر پرمهال په جلا جلا توګه د یادو ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړله او له مسوولینو او پرسونل سره یې د نوموړو زندانونو  پرتخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث او خبرې وکړې.

دغه راز، د محترم قاري عبدالرحیم "مدني" په مشرۍ پلاوي د بلخ، فاریاب، بغلان، بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړله او له مسوولینو سره یې په اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

همداشان، دغه پلاوي د نوموړو زندانونو د خوړو، برېښنایي او یو شمېر نورو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه معلومات راټول او ژمنه یې وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

 

شوال المکرم ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS