د کابل ولایت د مرکزي محبس رئیس د سره صلیب نړیوالې کمېټې له پلاوي سره وکتل

news_admin
Sat, Apr 12 2025 12:01 PM
ملاقات

د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم الحاج عبدالمالک "خاکسار" د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

داراز، د دې کتنې پرمهال د یادې کمېټې پلاوي په خپلو خبرو کې وویل چې د راتلو موخه مو له یاد محبس سره د تېرو حفظ الصحي او ژمنیو توکو د کیفیت او کمیت ارزونه ده او هيله یې څرګنده کړله چې په دې ارزونه کې ورسره پوره همکاري وشي.

دغه راز، د کابل ولایت د مرکزي محبس رئیس نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د دوی مرسته شوي توکي تل په پوره شفافیت او روڼه توګه پر ښځينه او نارینه محبوسینو ویشل کېږي او زیاته یې کړله چې په دې ارزونه کې به ورسره د همکارۍ زمینه برابره کړي.

د یادولو ده، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه د زندانونو چارو د سمون ادارې له همیشنیو مرسته کوونکو او همکارو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې زندانیان یې تل له مرستو برخمن شوې دي.

 

شوال المکرم ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS