د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د تشکیلاتو پر څرنګوالي بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
Mon, Apr 07 2025 1:22 PM
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(دوشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ او د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د ادارې د مقام سلاکار محترم قاري عبدالله "همدرد"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د یادې ادارې د ۱۴۰۴ لمریز کال د تشکیلاتو پر څرنګوالي او د اړتیا وړ نورو مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.

د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

شوال المکرم ۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS