د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د نظامي چارو له مرستیال سره ناسته ترسره کړله

news_admin
Sun, Mar 16 2025 10:38 AM
ملاقات معاون نظامی با معاون پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو له مرستیال محترم الحاج مولوي محمد کاظم "طارق" سره په لیدنه کې نوموړي ته د نوي ورسپارل شوي مسوولیت مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د بریا هیله وښوده.

داراز، محترم الحاج مولوي طارق او محترم قاري بدر په دې ناسته کې د زندانونو چارو د سمون ادارې لپاره په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړله چې د دې ادارې د پرسونل لپاره د ښه کاري چاپېریال رامنځ ته کولو او زندانیانو ته د ټولو شرعي او انساني حقونو په برابرولو کې به ګړندي ګامونه پورته کوي.

د زندانونو چارو د سمون اداره او مسوولین ژمن دي څو د هېواد په ټولو زندانونو کې ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو لپاره غوره اسانتیاوي رامنځ ته کړي.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS