د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د زندانونو چارو د سمون ادارې په اړوند زندانونو کې د قرآن عظیم الشان د ژباړې او تفسیر دوره پیل شوه

news_admin
Sat, Feb 22 2025 2:05 PM
تفسیر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښوونه او د ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د هېواد په یو شمېر زندانونو کې د قرآن عظیم الشان د ژباړې او تفسیر دوره پیل شوه.

د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" په وینا، زندانونه مو د علم او اصلاح په مرکزونو بدل کړي او هڅه مو دا ده چې زندانیان د مؤمنو او متدینو اشخاصو په حیث خپلو کورنیو سره بیا یو ځای، ټولنې ته د خدمت جوګه او په راتلوونکي کې د جرم د اخته کېدو څخه وژغورو.

د یادونې وړ بولو، چې نوموړې اداره د دې ترڅنګ د ټولو زندانیانو لپاره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده، څو یې پرمټ زندانیان وکولای شي د بند تر مودې پایته رسېدو وروسته په راتونکي ژوند کې ترې مثبته ګټه پورته، له ناوړه کړنو لاس په سر او خپل هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

 

شعبان المعظم ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS