ولایتي خبر (ننګرهار) ننګرهار ولایت له زندانه لسګونه تنه محبوسین د عفوې څخه برخمن شول

news_admin
Wed, Feb 19 2025 2:57 PM
ولایتی

د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې د ټاکل شوي پلاوي له خوا د زندانیانو د نسبتي دوسیو د کره ارزونې او د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام د حکم پربنسټ (۷۰) تنه محبوسین چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په هڅو  یاد زندان کې چې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې یې پوره ونډه اخیستې او بریالي شوي و، خوشې شول.

د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سعیل "سعید" خوشې شویو کسانو ته په خپلو خبرو کې وویل چې دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړئ او په زندان کې مو چې کومې دیني، عصري او حرفوي زده کړي ترلاسه کړي په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته  او د سالمو وګړو په څېر خپل هېواد ته د خدمت جوګه شئ.

د یادونې وړ بولو، چې دا لړۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې روانه ده.

 

شعبان المعظم ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS