د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندان لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Jan 07 2025 1:07 PM

د دې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور  "طیب" او داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان څخه د لیدنې پرمهال یې له اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لا ښه‌والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړل.

داراز، پلاوي د میدان وردګ ولایت د زندان  زندانیانو لپاره د روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې

 

رجب المرجب ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS