د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپله ناسته کې پر یو لړ مهمو حقوقي، تخنیکي او مسلکي مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې

news_admin
Mon, Dec 23 2024 1:57 PM
کمیته

دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د یادې کمېټې د مرکزي برخو غړو، رئیسانو په ګډون نن( دوشنبې) جوړه شوې وه، په کې ادارې پورې اړوند د یو شمېر مسلکي او تخنیکي چارو په هکله د شرعي او نافذه قوانینو په رڼا کې فیصلې وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څیړل، بحث کول او د تقنیني اسنادو پر بنسټ پرېکړې کول دي.

 

جمادي الثاني ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS