ولایتي خبرونه (بدخشان- پکتیا) د بدخشان ولایت په زندان کې یو شمېر رغنيزې چارې پیل شوې

news_admin
Wed, Sep 04 2024 2:31 PM
web

ولایتي خبرونه (بدخشان- پکتیا)

د بدخشان ولایت په زندان کې یو شمېر رغنيزې چارې پیل شوې

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د دغې ادارې له خوا د بدخشان ولایت د زندان د ودانۍ د یو شمېر دروازو او الماریو ترمیم او رنګمالۍ ترخوا د څلور ټاورونو، تشنابونو او یو شمېر نورو برخو ترمیم او رغونه شامله ده، د جوړولو چارې پیل شوې.

د بدخشان ولایت د زندان مسوولینو په وینا، یاده اداره هڅه کوي چې زندانیاتو ته د ښه خدمت په موخه د ادارې پرسونل ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو وکولی شي په مناسبه فضا کې خپلې کاري چارې مخته یوسي. 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیا ولایت د مرافعې محکمې رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندانه د لیدنې ترڅنک د یاد زندان مسوولینو سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

داراز پلاوي د پکتیا ولایت د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی محکماتي چارو او دوسیو په اړه ستونزې او غوښتنې ترې واورېدې او د ژر څېړلو  په موخه یې د دغه زندان مسوولینو سره لازمې مشورې وکړې.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS