د کابل ولایت د څرخي پله د ګارنیزون په انګړ کې یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
Sun, Aug 11 2024 2:05 PM
تعمیرات

دغه جومات چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ شوی د ادارې د تعمیراتو رئیس په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد"   د دغه جومات د جوړېدو چارې یوه عاجله اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې د تر ټولو غوره ځایونه جوماتونه دي. 
داراز، محترم حاجي عابد په وینا،  یاد جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۶۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
په ورته وخت کې د نظامي پرسونل لپاره د لا اسانتیاوو په موخه یاد ګارنیزون په ټولو قراولونو کې سیار جوماتونه هم ګتې اخیستنې ته وسپارل.
همداراز، تعمیراتو ریاست له لورې د یادې ادارې لپاره څلور عصري تشنابونه او  د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري چېنو د کارکوونکو لپاره د اودسه ځای په پاخه او عصري  ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۶
 د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS