ولایتي خبرونه ( غزني- میدان وردګ- زابل) د غزني ولایت د زندان رئیس د ده‌یک ولسوالۍ د توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Jul 29 2024 2:44 PM
ولایتی

 

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د دې ولایت د دهیک ولسوالۍ د توقیفخونې روانې رغنیزې چارې له نږدې  ولیدلې او کارکوونکو ته یې د چارو په ښه او بنسټېز ډول د ترسره کوولو سپارښتنه وکړه.

د نوموړو مسوولینو په وینا، دغه چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې پرمټ به یې هم پرسونل ته د کار کولو ښه فضا او هم توقیفیانو ته د اوسېدو مناسبه زمینه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، په یاد زندان کې یې د ورزش مینه والو زندانیانو  او  پرسونل د ټېمونو  ترمنځ څلور ورځینۍ دوستانه سیالۍ  په لاره اچولي دي.

د نوموړو مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د میدان وردګ ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

بل لور بیا، د زابل ولایت په زندان کې د اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه د رغنېزو چارو د جوړولو چارې پیل شوې.

د نوموړي زندان د مسوولینو په وینا یادې چارې چې مالي لګښت یې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا ورکول کېږي، په بشپړېدو سره به یې د دې ولایت د زندان د کارکوونکو په رسمي چارو کې د خنډ او زنډ ستونزې حل او د کاري چارو ښه چاپېریال به رامنځ ته شي.

 

محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS