کابل ښاروال د دې ولایت له مرکزي توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Jul 01 2024 2:58 PM
شهرداری

محترم مولوي عبدالرشید "بلوچ" په داسې حال کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جیګرخون" او د یادې ادارې د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" هم ورسره وو، د کابل ولایت له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال له توقیفیانو سره  خبرې وکړې، د هغوی وضعیت یې له نږدې وارزاوه او د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه یې د هغوی لپاره برابرې شوې اسانتیاوې او وړاندې شوي خدمتونه وستایل.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري د کابل له محترم ښاروال څخه د یاد ولایت د مرکزي توقیفخونې او توقیفانو د لیدنې له امله مننه وکړه او ویې ویل، دا اداره به تل هڅه کوي، څو زندانیانو ته په زندانونو کې د اوسېدنې په موخه خوندي او ارامه فضا رامنځته کړي او د شتو اصلاحي، روزنیزو او کسب زده کړې پروګرامونو له لارې هغوی داسې وروزي، چې تر ازادېدو وروسته د سالمو او کاسبو وګړو په توګه د ټولنې او هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.  

 

ذوالحجة الحرام ۲۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS