د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

news_admin
Tue, May 14 2024 10:43 AM
میدان

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ توقیفخونه د دې ولایت د مسوولینو په هڅو فعاله او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په خپلو خبرو کې وویل چې  نوموړې توقیفخونه په معیاري ډول جوړه شوې او د بریښنا او د اوبو رسولو منظم سیستم په لرلو سره د یادې توقیفخونې پرسونل او توقیفیانو لپاره لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي.

داراز، نوموړي زیاته کړه چې د یادې توقیفخونې فعالیدو سره تر ډیره بریده به د یادې ولسوالۍ د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.

 

ذوالقعدة الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS