ولایتي خبرونه ( میدان وردګ، پکتیکا ) د میدان وردګ ولایت له زندانه څخه د سترې محکمې راغلي  پلاوي لیدنه وکړه

news_admin
Sun, May 05 2024 1:43 PM
میدان وردک

د سترې محکمې څخه راغلي پلاوي د یادې لیدنې پرمهال له زندان امر محترم مولوي صلاح الدین سره د زندانیانو محاکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

داراز پلاوي د میدان وردګ ولایت د زندان بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی محاکماتي چارو او دوسیو په اړه ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دوسیو د ژر څېړلو  په موخه  د دغه زندان مسوولینو سره لازمې مشورې وکړې.

په ورته وخت د میدان وردګ ولایت د زندان امر نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د زندانیانو محاکماتي چارو او دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته چټکتیا ورکړي او په دې برخه کې به لا نورې اسانتیاوې هم برابري کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د ګومل او خیرکوټ ولسوالینو  له توقیفخونو ليدنه وکړه

 

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت ګومل او خیرکوټ له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همدا راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

شوال المکرم ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS