ولایتي خبرونه (ننګرهار- سمنګان) د ننګرهار ولایت په زندان کې پر نشه یي توکو د روږدو محبوسینو درملنه پیل شوه
د یاد زندان مسوولینو په وینا هغه یو شمېر محبوسین چې په بیلابیلو جرمونو محبوس او پرنشه یي توکو هم روږدي وو نن (سې شنبې) د نوموړو درملنه پیل شوه چې موخه ترې د دوی روغتیا او سلامتي ترڅنګ د بند تر ټاکلې مودې ورسته کورنۍ او ټولنې سره د سالم وګړي په توګه یو ځای او شي.
همدا راز، د دغه زندان روږدو محبوسینو د دوی د بیا روغتیا په هدف له یادې برنامې خوښي و ښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به له داسې ناوړه ګړنو څخه چې هم د انسان روغتیا او هم د ټولنې نظم زیانمنوي ځان لرې وساتي.
د یوبل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح اوروزنې له مرکز سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
د یاد زندان د مسوولینو په په وینا په یادې مرستې کې چې د ښځینه محبوسینو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره د اړتیا وړ توکي شامل وو په پوره شفافیت سره یې پر ښځینه محبوسینو او محجوزینو وويشل.
همدا راز، د سمنګان ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
شوال المکرم ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت