ولایتي خبرونه (ننګرهار- سمنګان) د ننګرهار ولایت په زندان کې پر نشه یي توکو د روږدو محبوسینو درملنه پیل شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۰
walti


د یاد زندان مسوولینو په وینا هغه یو شمېر محبوسین چې په بیلابیلو جرمونو محبوس او پرنشه یي توکو هم روږدي وو نن (سې شنبې) د نوموړو درملنه پیل شوه چې موخه ترې  د دوی روغتیا او سلامتي ترڅنګ د  بند تر ټاکلې مودې ورسته کورنۍ او ټولنې سره د سالم وګړي په توګه یو ځای او شي. 
همدا راز، د دغه زندان روږدو محبوسینو د دوی د بیا روغتیا په هدف له یادې برنامې خوښي و ښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به له داسې ناوړه ګړنو څخه چې هم د انسان روغتیا او هم د ټولنې نظم زیانمنوي ځان لرې وساتي. 

د یوبل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت له ښځینه محبس او د ماشومانو  د اصلاح اوروزنې له مرکز سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د یاد زندان د مسوولینو په په وینا په یادې مرستې کې چې د ښځینه محبوسینو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره د اړتیا وړ توکي شامل وو په پوره شفافیت سره یې پر ښځینه محبوسینو او محجوزینو وويشل.
همدا راز، د سمنګان ولایت د زندان مسوولینو  د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی. 

شوال المکرم ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS