ولایتي خبرونه: ( بغلان، سرپل، بادغیس ) د بغلان ولایت د زندان له زندانیانو سره د کوچنې اختر د رارسېدو په مناسبت د کالیو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Apr 08 2024 12:25 PM
nooo

د کوچني اختر رارسېدو سره سم د دې ولایت یو شمېر سوداګرو له لورې د یاد ولایت پر زندانیانو یوه یوه جوړه کالي وویشل شول .

په ورته وخت کې، د زندان مسوولینو د نوموړو سوداګرو څخه د مننې ترڅنګ په خیریه بنسټونو او د دې ولایت په نورو شتمنو هم غږ وکړ چې اړمنو کسانو لاسنېوی وکړي او د یاد زندان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

سرپل، بادغیس:

د یو بل خبر له مخې، د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت  د سرپل او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې د قرآن عظیمالشان ختمونه ترسره شول

 

د یادو ولایتونو د زندانونو د مسوولینو په وینا تیره ورځ د سرپل او بادغیس په زندانونو کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآنکریم د تفسیر دورې د ختم مراسم ترسره او د هېواد د لاښه امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي لپاره د خیر دعاوې وشوې.

 

رمضان المبارک ۲۹/ ۱۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS