د کابل ولایت دماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

news_admin
Wed, Mar 27 2024 1:21 PM
ماشومان

د دغه مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" زیاتوي، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دوو تنو خیرخواه هېوادوالو رفیع الله احمدزي او حامد لطیفي له لوریو د یاد مرکز له (۶۰۰) محجوزینو سره د روژه ماتې لپاره د برابرو شویو خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې چې (۲۰) کارتنه قیماق او یوه اندازه خرما شامل ول د یادو کسانو  له لورو د یاد مرکز مسوولینو ته ورسپارل شول.
همدا راز، د کابل ولایت دماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس د نوموړو کسانو  څخه د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ نوموړو ته مننلیکونه هم ورکړل.

رمضان المبارک ۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS