د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Mar 26 2024 1:40 PM
سروبی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د یاد ولایت د توقیفخونو عمومي مدیر  په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې په ترڅ کې له مسوولینو سره په اړوندو چارو بحث وکړ.
په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم لیدلي او د هغوی د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو  برابرولو  په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړ‎ې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره یاده موضوع شریکوي، څو په مرکز کې د اصولو په مطابق ورته حل لاره پیدا او په اړه یې اړوند اجرات وشي.

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS