د غور ولایت د زندان د نظامي مدیر په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Dec 17 2023 3:16 PM
غور

د غور ولایت د زندان د نظامي مدیر محترم ملا شمس الدین  "حکمت" په مشرۍ پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د شهرک، تیورې، پساوند، ساغر، تولک، دولت یار، لعل سرجنګل او چهار سدې ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو مسوولینو ته زیاته کړه  چې له توقیفیانو سره ښه چلند، ستونزو ته یې په وخت رسېدنه  او د هغوی د حقونو په رعایتولو کې جدي پاملرنه وکړي. 
دا راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو توقیفخونو له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی په خپلو خبرو کې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله د مننې ترڅنګ، ځینې مهمې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وشوه. 

جمادي الثاني ۳/  ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS