۱۰۰ تنه افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۴:۹
انتقال

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د خپلو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په دوام، دا ځل نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د افغان بندیانو د لېږد په هکله د مخکینۍ هوکړې پربنسټ، تېره ورځ په داسې حال کې چې د ایران له خوا د بندیانو د لېږد مسوولینو ښاغلي عبداللهي او ښاغلي جلالي هم شتون درلود، (۱۰۰) تنه افغان بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور دغه هېواد کې بندیان وو، د نیمروز پرپوله د افغانستان د نوموړي ولایت زندان ته راولېږدول شول.  
په ورته وخت کې، د محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د نیمروز ولایت د زندان مسوولینو له خوا یاد شمېر رالېږدول شویو افغان بندیانو لپاره د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې شوې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس له دغو بندیانو سره ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد عدلي او قضايي اورګانونو ته بلنه ورکړي، څو د دوی جرمي دوسیې وڅېړي، چې د یادو بندیانو د خوښۍ لامل وګرځېده او ویې ویل: « موږ په ایران کې د بند پرمهال له خپلو کورنیو بې خبره وو او هغوی هم زموږ احوال نه لره، خو اوس چې هم خپل هېواد ته راوستل شوي یوو او هم به وکولی شوو له خپلو کورنیو او دوستانو سره وګورو ډېر خوښ یوو».
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې هم د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د افغان بندیانو د لېږد په تړاو د یوې هوکړې له مخې، د یو شمېر ښځینه بندیانو په ګډون شاوخوا ۱۸سوه افغان بندیان د دغه هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه د یوه شفاف بهیر په ترڅ کې راټول او د اسلام کلا بندر له لارې د هرات، نیمروز، فراه او د ځینو نورو ولایتونو زندانونو ته راولېږدول شول، څو دلته یې جرمي دوسیې د اسلامي شریعت او د افغانستان د تقنیني اسنادو پربنسټ وڅېړل او پرې فیصله وشي. 

ذوالقعده ۲۳/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS