د زندانونو چارو د سمون ادارې له یو میاشتیني روزنیز او مسلکي کورس څخه په شپږمه دوره کې (۱۳۱) ساتونکي مجاهدین فارغ شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۶:۴۳
فراغت

یادو ساتونکو، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له زندانونو څخه په دې کورس کې برخه اخیستې وه، د بندیانو د ساتلو، محکمو او څارنوالیو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا او شورش د کابو کولو، د زندانیانو د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډېسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ترلاسه کړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په دې اړه د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې، چې د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث" سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله" صدیقي"، د کابل څرخي پله مرکزي زندان د ښوونیز(تعلیمي) مرکز قومندان محترم ملا حیات الله" احمدي" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي پرسونل او مسوولینو هم شتون درلود، د خپلو خبرو پرمهال یادو فارغو شویو ساتونکو ته په خطاب کې وویل: « ستاسو خدمت هم دنیوي او هم اخروي اجر لري، خو ښه به دا وي چې اخروي اجر یې تر دنیوي امتیاز غوره وګڼئ، له عامو خلکو سره ښه چلند وکړئ، ځکه هغوی ډېر کړېدلي او ځورېدلي دي، همداشان په خپلو منځونو کې اتفاق ولرئ او نیتونه مو یو بل ته پاک کړئ، چې په دې سره به مو الهي(ج) عزت او د نظام بقا په نصیب شي».
په ورته وخت کې د ادارې د ښوونې او روزنې او د ارشاد او دعوت محترمو رئیسانو هم په خپلو ویناوو کې، نوموړو ساتونکو ته په ټینګار سره وویل: « تاسو ته د دغې یو میشاتینۍ زده کړې وروسته ستاسو مسوولیتونه لانور هم زیات شول او پوهه مو ډېره شوه، خو باید په خپلو چارو کې غفلت ونه کړئ او په خالصانه توګه درسپارل شوې دنده ترسره کړئ».
یاده غونډه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیز او مسلکي کورس د شپږمې دورې (۱۳۱) تنو ګډونوالو ساتونکو مجاهدینو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.
په پام کې ده، چې د دغې ادارې د ښوونې او روزنې ریاست د ښوونیزې قومندانۍ له خوا به په راتلونکې کې هم، د دا ډول کورسونو لړۍ دوام ولري.

شعبان المعظم ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS