د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي د بامیان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۳۹
بامیان

د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الحی " اخندزاده "او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره لارښوونې وکړې.

داراز، د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد په مشرۍ پلاوي د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې، خوړو، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ذوالقعده ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

 معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها از زندان ولایت فاریاب دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی عازم ولایت فاریاب گردید.

معاون نظامی این اداره در حالیکه، محترم مولوی کمال الدین " زاهد " رئی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

امر جدید التقرر زندان ولایت سرپل از سوی معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها معرفی گردید

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی عازم ولایت سرپل گردید.

معاون نظامی این اداره در حالیکه، محترم مولوی عبدالقدیر "عکاشه" رئیس دف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۶
Background image

آمر جدیدالتقرر زندان ولایت جوزجان ازسوی معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها معرفی گردید.

محترم الحاج  لوی پاسوال محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها در حالیکه محترم مولوی کمال الدین "زاهد " رئیس زندان ولایت بلخ و شماری از مسئولان حضور داشتند، علاوه بر. . .

BACK TO NEWS