د پنجشیر ولایت والي او د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ولایت د زندان څخه لیدنې ترڅنګ یې د نوموړي زندان د نوي کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۶
پنجشیر

د پنجشیر والي محترم حافظ محمد اغا "حکیم" د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" د نوموړې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د نوموړي ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال د زندان له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

داراز، د پنجشیر محترم والي او د دې ادارې نظامي چارو مرستیال  او مل پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، نوموړي پلاوي د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې، خوړو، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

همداراز، د پنجشیر والي محترم حافظ محمد اغا حکیم،  د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظام چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر  او مل پلاوي په ګډه یې د نوموړي ولایت د نوي زندان د کمپلیکس جوړولو ډبره هم کېښودل شوه.

د یادونې ده چې د پنجشیر ولایت د  نوي زندان رغنیزې چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په پاخه اساسي ډول جوړیږي چې په بشپړېدو سره به یې د نوموړي ولایت د زندان زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د تعمیراتي چارو ستونزې به هوارې شي.

 

 

ربېع الاخر ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS