د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال او مل پلاوي يې د ادارې د بشري سرچینو  ریاست له چارو څخه د څارنې ترڅنګ د کارکوونکو د حاضرۍ د کتاب ارزونه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۳:۵۰
تفتیش

 

د دغې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ادارې د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د یاد ریاست له رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید" او کارکونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړه: «که په اداري چارې کې کارکونکي خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا کړي هم به د ادارې کامیابي وي او هم به د مراجعینو کارونه په خپل وخت سره ترسره شي چې دا مو د مسوولیت ترڅنګ هم دیني او هم ملي وجیبه ده».

داراز، پلاوي د ادارې د بشري سرچینو ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو د حاضرۍ په برخه کې د قانون او اصولو مطابق په خپل ټاکل شوي وخت سره سم مخ ته لاړشي څو عدالت پلی، کارکونکي بې له کوم خنډ او زنډ څخه خپلو چارو ته رسېدنه وکړي.

دغه راز، د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو اصولي وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

 

ذوالحجة الحرام ۱۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS