د زندانونو چارو د سمون اداره کې نوې ګومارنې وشوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۵:۴۴
خبر معرفی روسای جدید

د دغې ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام د منظورۍ د حکم پربنسټ، چې د نوموړې ادارې د بشري سرچینو د رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" له خوا د یو لړ جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې ولوستل شو، محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" چې مخکې د ادارې د مقام حقوقي سلاکار و، د مقام د دفتر د نوي رئیس، محترم عبیدالله "اخلاص" چې مخکې د ادارې د مقام د دفتر رئیس و، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو د نوي رئیس، محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزی" چې مخکې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس و، د صحیې د نوي رئیس، محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" چې مخکې د صحیې رئیس و، د مل پاسوال په نظامي بست کې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي مرستیال، محترم مولوي نورالله "دروېش"، چې مخکې د څرخي پله مرکزي محبس امنیتي مرستیال و، د مل پاسوال په نظامي بست کې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان، محترم مولوي شرافت الله "حقاني" چې مخکې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان و، په ملکي بست کې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د نوي رئیس، محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" چې مخکې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس و، د ښوونې او بیا روزنې د نوي رئیس او محترم مولوي عبدالوارث "سادات" چې مخکې د ښوونې او بیا روزنې رئیس و، د پخوانيو مجاهدینو بندیانو د ریاست د نوي رئیس په توګه وګومارل شو‍.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په یادو مراسمو کې د خپلو خبرو پرمهال، په داسې حال کې چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، نوموړو ګومارل شویو رئیسانو، د ملکي او نظامي برخو مسوولینو او د امارتي نورو ادارو او وزارتونو یو شمېر مسوولینو شتون درلود وویل:« لومړی خو زه د دغو محترمو مسوولینو مخکیني خدمتونه، هلې ځلې او لاسته راوړنې ستایم او دویم دا چې په ټولو امارتي وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د چارو لا ښه والي او پرمختګ په موخه د مسوولینو ادلون بدلون یو اصل دی، نو ډاډه یم چې زموږ د ادارې  د مرکزي برخو دا نوي ګومارل شوي رئیسان او مسوولین به یې مني او د ا.ا. له خوا به دا احسان او ورسپارل شوې نوې دندې د شکر په ادا کولو د خپلو ترلاس لاندې همکارانو سره په ګډه همغږۍ په ښه توګه پرمخ وړي».

 

محترم مولوي محمدیوسف "مستري" زیاته کړه، د زندانونو چارو د سمون اداره شپه او ورځ د زندانیانو په خدمت کې ده او تل هڅه کوي، چې د خپلو شته امکاناتو پرمټ هغوی ته نورې اسانتیاوې هم برابري کړي.

په ورته وخت کې، د دغې ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" یادو مراسمو ته د خبرو په ترڅ کې وویلمقام او منصب د الله (ج) ورکړه ده او د مسوولیتونو په سمه توګه پرمخ وړل یې پر موږ فرض دي، نو لازمه ده چې زموږ ټولې چارې په پوره شفافیت، صداقت او رښتینولۍ سره ترسره شي چې هم الله (ج) او هم د هغه بندګان راڅخه راضي شي».

تر یادو مراسمو وروسته یاد نوي ګومارل شوي رئیسان او مسوولین د ادارې د رهبرۍ پلاوي له خوا د خیر د دعا په کولو خپلو همکارانو ته وروپېژندل شول، او هغوی هم د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر دوی له دې باور کولو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې تل به د هېواد خدمت، د مشرانو اطاعت او ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره کوي.

 

 

ذوالحجة الحرام ۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS