د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ادارې ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۶:۶
۵۰


د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې چې د دې ادارې د روغتیا رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" او یو شمیر مسوولین هم ور سره ول، د ادارې ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد د یاد روغتون مسوولینو سره په لیدنه کې په خپلو خبرو کې وویل چې د ناروغانو ښي درملنې او د روغتون پاکوالي ته جدې پاملرنه وکړئ
نوموړې زیاته کړه چې دا زمونږ او ستاسو مسوولیت دی چې د زندانیانو او پرسونل روغتیا ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړو او پدې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.
داراز، محترم قاري همدرد د نوموړي روغتون مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او ستونزې اورېدلو ترڅنګ د نوموړي روغتون اداري شعبې، بسترخونې ، واټونه او بیلابیلې برخې وارزولې او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې  ۵۰ بستریز روغتون د بستر شویو ناروغانو پوښتنه وکړه او اړوندو  روغتیايي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د نوموړو  ناروغانو په درملنه کې د خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه دریغ ونه‌کړي.  

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS