ولایتي خبرونه: (غزني، پکتیکا) د غزني ولایت په زندان کې د (تعلیمالاسلام) تر سرلیک لاندې ازموینه واخیستل شوه
د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" د دې ازموینې موخه د زندانیانو د دیني زدهکړو د کچې ارزونه، د اسلامي لارښوونو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول او د دیني زدهکړو بهیر ته د زندانیانو هڅول وبلل.
د ازموینې پر مهال له ګډونوالو څخه د تعلیمالاسلام د کتاب اړوند بېلابېلې پوښتنې وشوې، څو د هغوی د دیني معلوماتو او زدهکړو کچه وارزول شي.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو (۶) لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو
دغه ټورنمنټ، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او ورزش او سپورت امریت په همکارۍ پيل شوی و، چې موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام دی.
د پکتیکا ولايت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" وويل، د دې ډول ورزشي برنامو تنظیمول د زندانيانو پر روحي او رواني روغتیا مثبتې اغېزې لري او له زندانيانو سره د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې ډېره مرسته کوي.
جمادي الاخر ۱۲/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
