د هلمند ولایت د زندان لپاره نوی امنیتي مرستیال وټاکل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۴:۱۹
هلمند

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لزوم دید او اداره کې د تغیير او تبدیل اصل ته په کتو سره سم  د دې ادارې د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" هلمند ولایت ته په سفر ولاړ او هلته یې محترم مولوي سردار محمد "امین" د یاد زندان د  امنیتي مرستیال په توګه د زندان ملکي او نظامي مسوولینو ته معرفي او نوموړي رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.

داراز، محترم مولانا په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د دې زندان نوي امنیتي مرستیال محترم مولوي سردار محمد امین د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره پر مخ وړي.

همدا راز، محترم مولانا د دغه زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یي د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د لا ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

دا راز، یاد پلاوي د دغه زندان اداري شعبې، روغتیايي برخو، پخلنځي، خوړو(اعاشې)، د څښاک او پاکو اوبو ترڅنګ د امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه هم ارزونه وکړه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

 

شوال المکرم ۱۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

زنان زندانی در جوزجان: بد رفتاری با ما حقیقت ندارد

شبرغان۵ ثور باختر
زنان زندانی در جوزجان، شایعه یی مبنی بر بد رفتاری با آنان از سوی زندانبانان را به دور از حقیقت و شایعه خواندند.
شماری از رسانه ها، شایعاتی را به نشر رساندند که گویا با. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د هلمند ولایت د زندان لپاره نوی امنیتي مرستیال وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لزوم دید او اداره کې د تغیير او تبدیل اصل ته په کتو سره سم  د دې ادارې د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" هلمند ولایت ته په سفر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

ولایتي خبرونه(سرپل- سمنګان- غزني- میدان وردګ) د سرپل او سمنګان ولایتونو د عدلي او قضايي اورګانونو پلاوو د یادو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو سره ولیدل

تیر ورځ د دې ولایتونو د عدلي او قضايي اورګانو پلاوو د یادو زندانونو مسوولینو سره ولیدل او د ا.ا.ا عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) لخوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند د کوچني اختر. . .

BACK TO NEWS