د ننګرهار ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست پلاوي د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۳:۴۰
بامیان ننگرهار

محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي مولوي خان زمان "حقاني"  او مل  سره په لیدنه کې د دې زندان د پرسونل او  زندانیانو د درسي بهیر په اړه یې خبرې اترې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي تر یادې لیدنې وروسته د دغو درسونو له بهیر څخه ارزونه وکړه، هغه یې اړینې او  دا پرسونل د فکري روحيې او کاري ظرفیت لوړونې په موخه لازمې وبللې.
همدا راز ، پلاوي د ننګرهار ولایت د  زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه چې په زندان کې یې د پرسونل او زندانیانو لپاره د ښوونې او روزنې ښه زمینه برابره او په دې برخه کې یې تل کوټلي ګامونه پورته کړي دي. 

د یو بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو  مرستندویه ماموریت (یوناما) ولایتي استازي د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم حقاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او په یو لړ مربوطه موضوعګانو  یې بحث وکړ. 
همدا شان، نوموړي استازي د بامیانو زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل او ورسره د یاد ولایت له مسوولینو  له خوا د ښه چلند څخه یې مننه کړه. 

ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه (غزني، نېمروز) د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د تعلیم الاسلام سیالي ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه،  د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو مسوولینو لپاره د پلان جوړولو اړوند یو ورځینی ښوونیز سمینار ترسره شو

د یاد سمینار په ترڅ کې، د ادارې د مرکزي ریاستونو رئیسانو، امرینو او استازو ته د یو واحد فارمټ پر بنسټ د کلني پلان جوړولو، د هغې د موخو، ارزښت او بېلابېلو مربوطه مسایلو په هکله ګټور. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۵
Background image

د زابل ولایت په زندان کې د ( ۳۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده کړو)  (۳) میاشتینی کورس پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د دې  ولایت د زندان د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري په یاد زندان کې د ( ۳۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده. . .

BACK TO NEWS