دهرات ولایت له زندان سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۵:۱۴
هرات

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځلي د هرات ولایت له زندان سره د ژمنیو توکو له جملې چې کمپلې، جرابې، پټوان او شمېر نور د ګرمولو توکي په کې شامل وو د دغه زندان مسوولینو ته و سپارل شوه.
په ورته وخت کې، د دې زندان مسوولینو د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به زندانیان له سړې هوا خوندي پاتې شي.
داراز، نوموړو ژمنه وکړه چې یاد توکې به په پوره امانت ولۍ او روڼه توګه په زندانیانو ووشي. 
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو لپاره په زندانونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

جمادي الاول ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۱۳
Background image

د پکتیا زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې په کې قرطاسیه، کمپلې، برېښنايي بخارۍ، او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

ولایتي خبرونه:(پکتیا، هلمند، جوزجان، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعة) کتاب سیالۍ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

. . .

BACK TO NEWS