د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د سید اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرسیتال محترم مولوي عزیز الله "مستقیم" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د سید اباد ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر اړوندو چارو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.
همداراز، نوموړي پلاوي د یادې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره هم ولیدل او د توقیفخونې امنیتي او تخنیکي مسایل یې ورسره شریک کړل چې د نوموړي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
ربیع الثاني۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت